د طالب وزیر ادعا: په افغانستان کې قومي تعصب او سمتپالنه له منځه تللې

3 Min Read

د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي ځوانانو او محصلانو ته په وینا کې ادعا کړې چې په افغانستان کې قومي تعصب او سمتپالنه له منځه تللې او د افغانانو ترمنځ یووالی ټینګ شوی دی.

حنفي وویل: “په هېواد کې قومي تعصب او سمتپالنه له منځه تللې او د افغانانو ترمنځ یووالی تأمین شوی دی؛ تاسو پر بهرنیو تبلیغاتو باور مه کوئ.”

نوموړي ټینګار کړی چې دوی به اسلامي نظام بدنام نه کړي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا د نورو تر اغېز لاندې راشي.

ملي یووالی او د قومي او سمتي اختلافونو کمول هغه موضوعات دي چې په افغانستان کې تل د سیاسي بحثونو یوه برخه پاتې شوي دي.

د طالبان په حاکميت کې د قومي تعصباتو مسله یو له خورا پېچلو او جدي بحثونو څخه ده او کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا ځلي واک ته ورسېدل، د یو داسې ټولګډونه حکومت د جوړولو ژمنه یې وکړه چې د افغانستان ټول قومونه په کې ځان وګوري، خو په عمل کې د دوی پر سیاستونو او کړنو توندې نیوکې شتون لري.

د طالبانو د سرپرست حکومت په لوړو بستونو، وزارتونو او ولایتي مشرتابه کې نږدې ټول غړي پښتانه دي او د تاجک، هزاره او اوزبیک قومونو استازولي په کې په نشت حساب یا یوازې نمایشي ده.

د تېر جمهوریت برعکس، چې د قومي انډول د ساتلو هڅه په کې کېدله، په اوسني جوړښت کې نورو قومونو ته په پرېکړو او کلیدي برخو کې برخه نه ده ورکړل شوې.

که څه هم پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي، خو په اداري مکتوبونو، لوحو، او رسمي غونډو کې د پښتو ژبې کارولو ته لومړیتوب ورکول د دري ژبو (تاجک، هزاره، ایماق) د ګیلې سبب شوی دی.

ورته مهال، د ځینو تاریخي شخصیتونو یا ملي نښو لرې کول چې له غیرپښتنو قومونو سره تړاو لري، د تعصب د یوې نښې په توګه تعبیر شوي دي.

د نړیوالو او کورنیو شنونکو په باور، تر هغې چې په افغانستان کې یو داسې نظام رامنځته نه شي چې د ټولو قومونو حقوق، ژبې، او مذهبي ازادۍ په کې خوندي وي، د قومي تعصباتو او د کورني ثبات د نشتوالي ستونزه به حل نه شي.

خو طالبان دا ټول تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د دوی حکومت اسلامي او ملي دی، نه قومي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ