اڅکزي له افغانستان سره د خبرو د پیل غوښتنه کړې

د پاکستان مخالف سیاسي مشر، پښتون ملتپال مشر او د پارلمانی مخکښ غړی، محمود خان اڅکزی وايي، په دغه هېواد کې اوسنی کړکېچ د اسلام‌اباد د بهرنیو او اقتصادي تګلارو د پایلو له امله ده چې د حل لپاره یې باید له افغانستان سره خبرې پیل شي.

د اڅکزي په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو په پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې بې‌کاري خورا ډېره کړې ده.

هغه زیاتوي، افغانستان له دې مخکې د پاکستان لپاره یو مهم بازار و، خو د سیاسي پرېکړو له امله دا فرصت له لاسه وتلی دی.

د خان په خبره، د دې تګلارو پایلې اوس د پاکستان دننه هم په ډاګه شوي، او اوسمهال د پنجاب ایالت کروندګرو د اوسني وضعیت پر ضد د اعتراض په توګه خپل محصولات پر سړکونو غورځولي دي.

د محمود خان اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي ستونزې زیاتې شوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply