د روسیې امنیت شورا: په افغانستان کې تر ۲۳زرو جنګیالي فعال دي

3 Min Read

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو وايي، په افغانستان کې له ۱۸ تر ۲۳زرو جنګیالي فعال دي او له سوریې څخه افغانستان ته د اویغور، تاجک او ازبيک الاصله وسله‌والو د راتګ شمېر هم ډېر شوی دی.

نوموړي ویلي، د طالبانو امنیتي ادارې د دې جنګیالیو څارنه کوي، خو یوشمېر جنګیالي د دوی له څاره بهر دي.

دغه راز د روسیې د امنیت شورا منشي د افغانستان اوسنی وضعیت هم بې‌ثباته وباله.

هغه وویل، په افغانستان کې روانه بې‌ثباتي د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره یو له اصلي امنیتي ګواښونو څخه ده او د دې سازمان د غړو ترمنځ د امنیتي همکارۍ پیاوړتیا لپاره به یو لړ عملي نوښتونه وړاندې شي.

سرګي شویګو د قرغیزستان له ولسمشر سدیر جاپاروف او د شانګهای همکارۍ سازمان د امنیت شورا له مشرانو سره په کتنه کې پر سیمه‌ییز امنیت ټینګار هم کړی دی.

سرګي شویګو وویل، دوی باید د نړیوالو او سیمه‌ییزو ناورینونو په اړه چې پر امنیت مستقیم اغېز لري؛ نظرونه تبادله کړي او همدارنګه په افغانستان کې روانه بې‌ثباتي د اوکراین شخړې او د ایران له جګړې سره یوځای وڅېړي.

د نوموړي په خبره، هغه پلان لري چې په دې برخه کې د همکارۍ پیاوړتیا لپاره په یوشمېر عملي نوښتونو بحث وکړي.

روسیه د نړۍ یو له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

اخوا د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړی جنرال او د متحدې جبهې مشر، سمېع سادات وايي، د طالبانو حکومت افغانستان د القاعده شبکې پر مرکزي پټنځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی.

د هغه په وینا، د شمالي افریقا او منځني ختیځ جنګیالي د کندهار په شاوخوا د القاعده په کمپونو او پوځي مرکزونو کې روزنه ترلاسه کوي او بیا جنګي سیمو ته لېږدول کېږي.

جنرال سادات د غويي ۲۳مه په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: “د طالبانو رژیم افغانستان د القاعده د نړیوالې شبکې په مرکزي پناه‌ځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. له کندهاره تر ساحل (افریقا) پورې، د القاعده مشران د یوې څو اړخیزې جګړې همغږي کوي چې اوسمهال یې لمن تر سویلي اسیا، منځني ختیځ او افریقا پورې غځېدلې ده.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply