مجاهد: افغانان د طالبانو د لاسته راوړنو د لیدو احساس نه لري، دوی باید منندوی وي

1 Min Read

د طالبانو ویاند وايي، افغانان باید د دوی له حکومت ډېر منندوی اوسي، ځکه چې امنیت یې ورته ټینګ کړی دی.

ذبیح الله مجاهد نن د نومبر ۲۳مه په يوه غونډه کې ادعا وکړه چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې ډېرې لویې لاسته راوړنې درلودلې دي.

مجاهد وویل: “افغانان د دغو لاسته راوړنو د لیدو احساس نه لري او یا یې هم نه شي احساسولای.”

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېرېږي او د دې ډلې چارواکي په پرله پسې ډول د سراسري امنیت ټینګښت او اقتصادي پروژو پلې کول خپلې مهمې لاسته راوړنې بولي، خو بل لور ته افغانان او نړیوال بنسټونه له پراخې بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او پر بشري حقونو له لګول شویو محدودیتونو شکایت کوي.

ورته مهال د طالبانو پر ضد بېلابېلې جنګېدونکې ډلې بیا په ټول افغانستان کې د نظامي عملیاتو ادعاوې کوي.

تازه د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سرپل، فاریاب، غور او پکتیا ولایتونو کې د یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ