د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی، خوشحال خان کاکړ ویلي، د ډیورند کرښې اړوند پرېکړه د حکومتونو نه، بلکې د افغان ولسونو کار دی چې پر افغانستان بریدونه د یاد هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.
هغه په نورستان او کونړ کې د چترال له قومي مشرانو سره د تړونونو په تړاو وویل: “د دې کرښې اختیار نه یو سیاسي ګوند ته شته او نه هېڅ قسم حکومت دا فیصله کولای شي چې ډیورند رسمي کرښه ده، نه ده او یا څه شی دی. ډیورند باندې به ولسونه فیصله کوي، دا د ګوندونو او وړو جرګو خبرې نهدي.”
هغه زیاتوي، پر افغانستان داسې خلک واکمن دي، چې نه له افغانستان څخه دفاع کولای شي او نه یې هم سالمیت ساتلی شي.
کاکړ زیاته کړې، افغان طالبان د افغانستان د پرمختګ توان هم نهلري.
د هغه په وینا، طالبان افغان ولس له هوایي بریدونو، جګړو او د لوږې له روان ناورین څخه نهشي ژغورلی او پر کابل د واکمنو هغه ادعاوې ناسمې دي چې افغانستان ژغورلای شي.
کاکړ همدا راز له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدل هم غندلي دي.
هغه وویل، افغان کډوال د پاکستان په ټولنیز ژوند کې لویه ونډه ادا کړې او اوس مهال یې په جبري توګه ستنول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د اېستنې بهیر چټک کړی او هره ورځ زرګونه افغان کورنۍ په جبر سره بېرته افغانستان ته استوي.