د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د اوسني لومړي وزیر سیاسي سلاکار، رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا یا مشرانو جرګه کې ویلي، له ۷ تر ۸زرو بېلارې شوي کسان په افغانستان کې له ترهګریزې روزنې ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي چې دغه چاره د هند او اسراییل په ملاتړ کېږي.
ثناالله وویل: “لومړي وزیر شهباز شریف روښانه کړې چې افغانستان باید د پاکستان او ترهګرۍ تر منځ یو انتخاب کړي.”
نوموړی وايي، پاکستان به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو او پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي څو دا وبا له منځه ولاړه شي.
پاکستان پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته دا تور لګوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارو کېږي، خو طالبان د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
یاده دې وي چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې ځلونو خبرو تراوسه کومه پایله نهده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.
اخوا د افغانستان د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر، محمد حنیف اتمر د جرمونو له نړیوالې محکمې او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د هغه څه په اړه چې ده په افغانستان کې د پاکستان د پوځ جنګي جنایتونه بللي، سمدستي او خپلواکې څېړنې وکړي.
اتمر د غويي ۲۲مه په خپله اېکسپاڼه په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز برید د افغانستان او نړۍ په معاصر تاریخ کې یو له تر ټولو وحشیانه او بېساري جنګي جنایتونو څخه وباله.
هغه ټینګار کړی چې د لاهه محکمه، په ځانګړې توګه د دې محکمې څارنوال کریم خان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د دغه سازمان د بشري حقونو شورا باید سمدلاسه د دې بریدونو په اړه څېړنه وکړي.