د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ځانمرګو بریدونو د طراح او په اعدام محکوم، انس حقاني د یوې شعري ټولګې مخکتنه شوې ده.
د طالبانو د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په کابل کې د لیکوال او شاعر انس حقاني د «ټکنده غرمه» په نوم د شعري ټولګې مخکتنه شوې ده.
نوموړي د نومبر ۲۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه مراسم د تېر ماښام د دبستان فرهنګي مرکز له خوا جوړ شوي وو.
د ځدراڼ په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو لیکوالو او شاعرانو ترڅنګ، د کوزې پښتونخوا یو شمېر شاعرانو او فرهنګیانو هم ګډون کړی و چې د نوموړي په خبره، د فرهنګي یووالي او ګډ هویت احساس یې پیاوړی کاوه.
انس حقاني د طالبانو د پخواني قوماندان، جلالالدین حقاني زوی او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني کشر ورور دی.
نوموړی د ۲۰۱۴م کال په نومبر میاشت کې په بحرین کې ونیول شو او وروسته د افغانستان پخواني حکومت ته وسپارل شو. د افغانستان د ملي امنیت ریاست هغه مهال تورن کړی و چې د حقاني شبکې لپاره یې په عربي هېوادونو کې د مالي سرچینو په برابرولو، تبلیغاتي فعالیتونو او د دغې شبکې په ستراتېژیکو پرېکړو کې رول درلود. هغه دغه تورونه رد کړي وو.
انس حقاني د پخواني حکومت پر مهال شاوخوا پنځه کاله په بند کې تېر کړل او په۲۰۱۶م کال کې د افغانستان یوې محکمې د اعدام سزا هم ورکړې وه.
نوموړی د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۸مه د طالبانو له خوا د تښتول شویو دوو بهرنیو استادانو، امریکايي کېون کینګ او اسټرالیايي ټیموتي ویکس، د خوشې کېدو په بدل کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له زندانه خوشې شو. له خوشې کېدو وروسته د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو او د دوحې په خبرو اترو کې یې ګډون درلود.
انس حقاني د طالبانو له واکمنېدو وروسته په سیاسي او فرهنګي فعالیتونو کې هم څرګند حضور لري او د پښتو شعرونو لیکلو ته لېوالتیا لري.