نی: نړیوال بنسټونه دې د افغان خبریالانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي

3 Min Read

له افغانستانه بهر په جلاوطنۍ کې د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې اداره یا نی په دې هېواد کې د خبریالانو د نیولو وروستیو پېښو ته په غبرګون کې په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ او اروپایي ټولنې غوښتي څو له طالب چارواکو سره د خبرو له لارې د بندي خبریالانو د ازادولو لپاره لاره هواره کړي.

په تېرو څو ورځو کې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش او د پیګرد خبري اژانس مسوول، جاوېد نیازی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

دا مهال بشیر هاتف، حمید فرهادي، شکیب نظري، ابوذر صارم هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

یادې ادارې ویلي چې د خبریالانو نیول د طالبانو لپاره په یوې ورځنۍ بڼه بدل شوي او په تېرو پنځو کلونو کې دغه ډلې شاوخوا ۴۰۰ خبریالان زنداني کړي دي.

د نی په اعلامیه کې راغلي، طالبانو په هرو دوو اونیو کې لږ تر لږه درې خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

نی زیاتوي چې طالبانو د خپلو ادعاوو برعکس هیڅ بدلون نه دی کړی او لا هم د انساني ارزښتونو پر وړاندې ولاړ دي.

اخوا د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یا امسو د یکشنبې ورځ د غویي ۲۰مه، په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، د خبریالانو د کورنیو د غړو د تایید له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ (طلوع نیوز) خبریال منصور نیازی او تېره شپه د همدې رسنۍ بل خبریال عمران دانش په کابل کې نیول شوي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره روښانه قانوني چوکاټ نه شته او د خبریالانو نیول ډېری وخت د طالبانو د استخباراتي ادارو د خپلسرو اقداماتو پر بنسټ ترسره کېږي.

امسو ویلي، د دغه دوو خبریالانو نیول ښيي چې د خبریالانو او رسنیو د امنیت لپاره هېڅ تضمین نه شته، او آن هغه رسنۍ چې هڅه کوي خپل فعالیتونه له اوسنیو شرایطو سره برابر کړي، هم له دې وضعیت څخه خوندي نه دي.

د امسو په وینا، د دې وضعیت دوام کولی شي د هېواد رسنیز چاپېریال له لا سختو محدودیتونو سره مخ کړي او د ازادو رسنیو فعالیتونه لا ډېر زیانمن کړي.

دغه بنسټ له نړیوالو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وروستیو نیونو او د رسنیو د فعالیت لپاره د قانوني چوکاټ د نشتوالي پر وړاندې غبرګون وښيي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply