طالبانو په خوست د موسیقۍ بېلابېلې سلګونه الې سوځولي

په خوست کې سیمه یبزو طالب چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست ۸۲۹ قلمه مختلف وسایل او الې راټول او سوځولي دي.

د اعلامیې پر بنسټ، په دغو وسایلو کې قیلون، د موسیقۍ بېلابېل ډوله آلې او دغه راز هغه پردې شاملې وې چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه پرې چاپ شوي وو.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز، وايي، سوځول شوي وسایل له ښار او بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول او بیا د ټاکل شوې تګلارې پر اساس سوځول شوي دي.

د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته او واک ته په بیا رسېدو سره طالبانو په افغانستان کې پر کلتوري او هنري فعالیتونو پراخ محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې راوروسته په دې موده کې دغې ډلې په ځلونو په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ ګڼ شمېر آلې راټولې کړي او سوځولي دي.

په افغانستان کې واکمن طالبان د موسیقۍ غږول او اورېدل حرام بولي او دغه اقدامات د خپل فکري او ذهني برداشت له مخې د شرعي او اسلامي احکامو د عملي کولو یوه برخه بولي.

د دغو بندبزونو او محدودويتو د لګېدو له امله دا مهال په کور دننه او بهر سلګونه افغان سندرغاړي په خورا ناوړه ټولنیز او اقتصادي وضعیت کې ژوند تېروي چې نوې بېلګه یې د تېرې ورځې ده چې طالبانو په کندز کې سیمه ییز سندرغاړی٬ فېروز کندزي نیولی و.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply