د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپورونه ښيي چې د امریکا له وتلو وروسته القاعده شبکې یوځل بیا په پټه توګه په افغانستان کې خپل مرکزونه او روزنیز کمپونه فعال کړي دي.
د دې شورا د راپور له مخې، طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ساتلي او دې ډلې په افغانستان کې لږ تر لږه ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
امنیت شورا همدارنګه افشا کړې چې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې د القاعده شبکې مرکزونه، او په پنجشېر کې یې د وسلو یو زېرمتون جوړ شوی دی.
د اسامه بنلادن او د دې شبکې د نورو مشرانو له وژل کېدو سره، القاعده کمزورې شوه، خو له منځه ولاړه نه شوه، او دا شبکه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بیا راژوندي کېدو هڅې کوي.
طالبانو د دې تازه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په افغانستان کې تل د القاعده شبکې شتون رد کړی دی.
پنځلس کاله وړاندې د ۲۰۱۱م کال د مې په لومړۍ د امریکا د هغه وخت ولسمشر، بارک اوباما اعلان وکړ چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو د القاعده مشر او د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو اصلي طراح، اسامه بنلادن د پاکستان د ابټ آباد په ښار کې په ناڅاپي عملیاتو کې وواژه.