د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له سکاینیوز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې هغه د ښو اړیکو د جوړېدو لپاره شل ځله اسلاماباد ته د خپلې واکمنۍ پر مهال سفرونه کړي وو. هغه زیاته کړې، که په کابل هر څوک واکمن وي، نو پاکستان بیا هم ورسره ستونزې جوړوي.
د نوموړي په خبره: «پاکستان تل هڅه کوي چې افغانستان کمزوری وي». د پخواني ولسمشر په وینا، د پاکستان په تګلاره کې د سختدریځۍ ملاتړ او د هغې تقویه کول شامل دي. کرزي وویل: «زما مشوره د پاکستان چارواکو ته دا ده چې په سولهییزه توګه له افغانستان سره مخکې لاړ شي».
پخوانی ولسمشر وایي، پاکستان خپله ترهګري کوي او بیا یې بېرته پړه پر افغانستان اچوي چې دا سمه لاره نه ده. حامد کرزي له سکاینیوز سره په دې مرکه کې د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګني په افغانستان کې یې ملکي سیمې نه دي بمبار کړي.
د کرزي په وینا، ده او د کابل ټولو اوسېدونکو سره شواهد شته چې پاکستانۍ الوتکو د دوشنبې په شپه سلګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
هغه د پاکستان دغه بریدونه هم په سختو ټکو وغندل. د افغانستان پخوانی ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د دوشنبې په شپه پاکستانۍ جېټ الوتکو کابل کې د معتادینو د درملنې یو مرکز بمبار کړ او هلته یې تر ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي ووژل.