هبت‌الله خپلو طالب علماوو ته: خپلمنځي یووالی نور هم ټینګ کړئ

3 Min Read

د وسله‌والو طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو سره په غونډه کې د دې ډلې غړو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو لیکو کې خپلمنځي یووالی لا نور هم ټینګ کړي.

هغه د غونډې علماوو ته په خطاب کې وویل: “کوښښ وکړئ خپلمنځي اتحاد او اتفاق نور هم محکم کړئ، د علماوو اتفاق د امت د اتحاد او اتفاق سبب ګرځي.”

اخندزاده دغو علماوو ته سپارښتنه کړې څو کوښښ وکړئ فقهي غونډې جوړې کړي چې په کې د حق اظهار کېږي او دغه راز د ښو څېړنو په پایله کې د علماوو ترمنځ د یووالي او مینې پیدا کېدو لامل کېږي.

اخندزاده داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طالب وسله‌والو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر، محمد خالد حنفي په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخندزاده فرمانونو ته مکلف دي او ادعا یې کړې چې د دوی د مشر ټول فرمانونه شرعي بنسټ لري.

هغه خپلو کارکوونکو ته ویلي: “د رهبریت لخوا کوم فرامین چې صادریږي، پر هر مسوول له ما تر هرچا پورې یې اطاعت واجب دی چې مسوولین پرې عمل وکړي، ځکه چې هر فرمان د شریعت مطابق دی. که اطاعت نه وي امارت به نه وي.”

حنفي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په وروستیو کې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه زیات شوي چې د دوی ځینې لوړپوړي غړي د هبت‌الله اخندزاده له یوشمېر فرمانونو سره مخالفت لري.

د هبت‌الله د مخالفینو په ډله کې عباس ستانکزی او سراج‌الدین حقاني هغه کسان بلل کېږي چې خپل مخالفت یې په ښکاره څرګند کړی دی.

له دې  مخکې ، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې یوې غونډې ته په استول شوي پیغام کې ویلي وو چې تیر حکومتونه د مخالفتونو او بې اطاعتیو له امله د خپلو خلکو له خوا ړنګ شوي او په خبره یې چې مسلمانان تل د خپلمنځي اختلافاتو له کبله له ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه راز، اخندزاده په خپلې وروستۍ وینا کې له خلکو د بې‌قید او شرطه اطاعت غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو د ځینو غړو له نیوکو سره مخ شوه.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply