د المان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ویلي، له دې هېواده په جنايي جرمونو د ککړو افغانانو د ایستلو بهیر به دوام ولري.
هغه ټینګار کړی چې دا پرېکړه به آن د سیاسي ننګونو او له طالبانو سره د خبرو اترو د اړتیا په صورت کې هم ونه درول شي.
دوبرینټ په خبره، د مجرمو افغانانو ایستل به په اونیز ډول ترسره کېږي او دولت یې پر دوام کلک هوډ او اراده لري.
نوموړی په دې هېواد کې د جنسي تېري کوونکو او وژونکو پاتې کېدل د المان له امنیت سره په ټکر کې بولي.
د المان دغه چارواکی همداراز وايي، د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له کمښت سره سره به په پولو کې کنټرول جاري وساتل شي څو د کډوالو بېرته ستنول په سمه توګه مدیریت شي.
دغه هېواد هڅه کوي چې په اوږد مهال کې د اروپا په کچه د کډوالۍ په نظام کې اصلاحات راولي، خو تر هغې وخته پورې د خپلو سرحدونو پر کلک څار او د مجرمو کډوالو پر ایستلو ټینګار کوي.