د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو، وزیر او د دې ډلې د بنسټ ایښودونکي، ملا محمد عمر له ورور، ملا عبدالمنان عمري سره کتلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان دننه او بهر د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وشوې.
سرچینې وویل، دوی ټینګار کړی چې د دواړو وزارتونو ترمنځ به همغږۍ زیاته، بهر ته د تلونکو او هېواد ته د راتلونکو کارګرو د تګ راتګ چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د کورنیو چارو وزارت دغه راز وویل، په دې کتنه کې پر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث شوی، خو له جزییاتو ورکولو یې ډډه کړې ده.
له دې مخکې حقاني څو ځله د کندهار د ځانګړې کړۍ او مشرتابه له لوري د واک پر انحصار نیوکه کړې ده.
هغه د افغانستان دننه او بهر د خبرو اترو او سیاسي تعامل پر بنسټ له تګلارو ملاتړ کړی دی.
سراجالدین حقاني په کابل کې له پخواني سیاستوالو سره کله ناکله لیده کاته کړي او دغه راز یې له بهره د پخوانیو سیاستوالو د بېرته ستنېدو غوښتنه هم کړې ده.
پاکستانی متقاعد جنرال، انعامالحق په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، د طالبانو مشر، ملا هبتالله اخندزاده د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني سره د نجونو د زدهکړو بندیز، له پاکستان سره د اړیکو څرنګوالي، کورنیو سیاستونو او پر نورو بېلابېلو موضوعاتو اختلاف لري.