انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ(آی پي ډي) وايي، په افغانستان کې مخالفو وسلهوالو ډلو د ۲۰۲۶م کال په اګست او سپټمبر کې په ۲۶ ولایتونو کې ۱۱۹بریدونو کړي چې په کې ۲۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وسلهوال مخالفت تر ډېره په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې محدود و، خو سږ کال مقاومتي ډلو په بدخشان، نورستان، بغلان، تخار، پنجشېر، کاپیسا او کابل، او همداراز د هېواد په ځینو جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې د عملیاتو ادعا کړې ده.
د ملي مقاومت جبهه، چې مشري یې احمد مسعود کوي، د افغانستان د ازادۍ جبهه، چې مشري یې د پخواني افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا کوي، او د افغانستان متحده جبهه، چې مشري یې د پخواني جمهوري نظام د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات کوي، د راپور له مخې، د طالبانو پر ضد تر ټولو فعالې ډلې بلل شوې دي.
د افغانستان متحده جبهې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې وسلهوال فعالیت پیل کړی دی.
راپور د دغو ډلو ترڅنګ د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د وسلهوالې څانګې او په بدخشان کې د سپاهیان میهن په نوم د یوې بلې ډلې فعالیتونو ته هم اشاره کړې ده.
د راپور له مخې، دغو ډلو د ۲۰۲۶ کال په اګست او سپتمبر کې په ۲۶ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۲۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان متحده جبهې د ۵۹، د ازادۍ جبهې د ۲۹ او د ملي مقاومت جبهې د ۱۱ بریدونو ادعا کړې ده. خو راپور ټینګار کوي چې دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
ځینې بریدونه د طالبانو د ولایتي ادارو او حکومتي تاسیساتو پر ضد هم شوي دي. د افغانستان متحده جبهې ادعا کړې چې په غور ولایت کې یې د والي د دفتر په انګړ کې چاودنه کړې او د ازادۍ جبهې ویلي چې په بدخشان کې یې د والي پر دفتر راکټي برید کړی دی.
راپور د وسلهوال مخالفت د پراختیا تر شا سیاسي او قومي نارضایتۍ هم یادوي. د طالبانو منتقدان ادعا کوي چې د حکومت په مهمو پرېکړو او لوړو دولتي پوستونو کې د کندهار د کړیو نفوذ ډېر دی او د تاجکانو، ازبکانو، هزارهګانو او نورو قومونو ونډه محدوده ده.
همداراز، راپور د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) پخوانۍ موندنې یادوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې یې د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ۲۱۸ له محکمې پرته وژنې، ۴۲۴ خپلسرې نیونې، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۴۴پېښې او ۱۴ جبري ورکېدنې ثبت کړې وې. د راپور په وینا، د پخوانیو امنیتي ځواکونو پوځي تجربه او سیمهییزې اړیکې د مقاومتي ډلو ظرفیت زیاتوي.
د سرچينې په خبره، د طالبانو ضد ډلې لا هم واحده قومانده، ګډ سیاسي پروګرام او د سیمو دوامداره کنټرول نه لري. له همدې امله، د بریدونو او فعالیتونو جغرافیوي پراختیا تر اوسه داسې نښه نه ګڼل کېږي چې د طالبانو واکمني له نږدې او جدي پوځي ګواښ سره مخ ده.