د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز ته په اشارې سره وویل، چې هغوی په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي. ګوترېش خبرداری ورکړ، چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې شاتګ مخ په زیاتېدو دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د سېشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې د بشري حقونو د فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د انځور په خپرولو سره د هغې فعالیتونه وستایل.
انتونیو ګوترېش وویل، چې په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په برخه کې د مېرمن یوسفزۍ د نه ستړي کېدونکو هڅو منندوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دغې ډلې تر اوسه په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو کې د ښځو او نجونو زدهکړې، کار او فعالیتونه منع او محدود کړي دي؛ هغه بندیزونه چې د بشري حقونو د سازمانونو په وینا د «جنسیتي اپارټایډ» ښکاره بېلګې دي.
سره له دې چې نړۍوالې ټولنې پر طالبانو د دغو بندیزونو د لغوه کولو لپاره فشارونه راوړي، خو دغه ډله تر اوسه له خپل دریځ څخه نه ده پر شا شوې.