د طالبانو امر بالمعروف وزارت اعلان کړی، د دوی محتسبانو د بیو د کنټرول د ګزمو پرمهال لسګونه هټۍ او سوداګریز مارکېټونه له «اسلامي اصولو او احکامو د سرغړونې» له امله تړلي دي. دغه هټۍ او مارکېټونه په کابل، پروان، زابل، جوزجان، بادغیس او بغلان ولایتونو کې مهرولاک شوي دي.
یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محتسبانو په دغه ولایتونو کې د توکو د بیو د کنټرول ترڅنګ د احتکار، د مودې تېرو توکو د پلور او «د سوداګرۍ په برخه کې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې کړنو» مخه هم نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې محتسبانو په بازارونو کې د بیو د «ناقانونه لوړوالي» څارنه هم کړې ده. دغه وزارت ویلي، چې د تړل شویو هټیو او مارکېټونو څښتنان او مسوولین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.
د دوی په خبره؛ محتسبانو شاوخوا دوه ټنه «بېکیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي» راټول او لهمنځه وړي دي. طالبانو د هېواد په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره نرخنامه هم جوړه کړې.
د یادې ډلې محتسبان د خلکو د عقایدو، چلند او کړنو د څار ترڅنګ د بیو د کنټرول او څار مسوولیت هم لري. دوی په تېرو ورځو کې هم په ځینو ښارونو کې یوشمېر کاروبارونه او مارکېټونه د توکو د لوړو بیو له امله تړلي وو.
د راپورونو له مخې؛ له پاکستان سره د افغانستان د لارو د څه باندې شپږو میاشتو تړل پاتې کېدو وروسته په هېواد کې د ځینو وارداتي توکو بیې خورا لوړې شوې دي. سوداګرو ویلي، چې طالبان غواړي د زور او فشار له لارې د وارداتي توکو بیې کنټرول کړي.