په هند کې خلک د تصفیې فابریکو او د مایع ګاز د وېش مرکزونو مخې ته په اوږدو قطارونو کې دریږي ځکه، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د انرژۍ کمښت د ګازو ترلاسه کول ستونزمن کړي دي.
دا کمښت هرمز تنګي کې د سمندري فعالیتونو د درېدلو له امله رامنځته شوی؛ هغه مهمه لاره چې د نړۍ ډېره برخه نفت او ګاز ترې تېرېږي. ایران اعلان کړی چې د دې تنګي لاره تړلې ساتي چې له امله یې د نړۍ شاوخوا یو پر پنځمه برخه د نفت او ګاز عرضه درېدلې ده.
د هند یو اوسېدونکی، چوتلال سوني، وايي: «شاوخوا یو نیم ساعت کېږي چې په قطار کې ولاړ یم. هڅه مې وکړه د خدماتو د ټلیفون له لارې ګاز را وغواړم، خو اړیکه نه نیول کېږي.»
هند هم د همدې اوونۍ په پیل کې د بیړني امر له مخې د ګازو عرضه له غیرضروري سکتورونو څخه اصلي مصرفوونکو ته اړولې ده، څو د هرمز تنګي له لارې د مایع طبیعي ګاز د بارونو د بندېدو اغېزې کمې کړي.
یو بل هندي وګړی زیاتوي: «وضعیت باید عادي شي. زموږ جشنونه په لاره دي، اختر نږدې دی. څه وکړو؟ بې له ګازه پخلی نه شي کېدای او وږې پاتې کېږو. موږ روژه یو او د لمر لاندې کړاو ګالو. حکومت په ورځپاڼو کې اعلان کړی چې باید ۲۵ ورځې مخکې د ګاز لپاره غوښتنه وشي، خو د هماغه شمېرې له لارې هم غوښتنه نه شو ثبتولی.»
شنونکي خبرداری ورکوي چې که د امریکا او اسراییل جګړه له ایران سره دوام وکړي، نو هند به له جدي انرژۍ کړکېچ سره مخ شي او د نفتو د بیو لوړوالی به کرنه، ترانسپورت او خدماتي سکتورونه اغېزمن کړي.
راجان کومار، د جواهر لعل نهرو پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو استاد، وايي: «که جګړه اوږده شي او د دوام احتمال یې لوړ وي، هند به د انرژۍ له جدي ستونزو سره مخ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ ایران دوه هغه کښتۍ چې د هند بیرغ یې درلود او مایع ګاز یې لېږداوه، اجازه ورکړه چې د هرمز تنګي څخه تېرې شي؛ هغه اقدام چې ښايي په هند کې د ګاز د کمښت یوه برخه کمه کړي.
کارپوهان وايي چې د منځني ختیځ له انرژۍ سره د هند د زیاتې تکیې له امله، د تاوتریخوالي دوام به ښايي بیې لا زیاتې کړي او حکومت باید د انرژۍ د امنیت او د سون توکو د برابرولو لپاره بېړني حللارې ولټوي.