فوزیه کوفي: طالبان به دا ځل د افغان ښځو له‌خوا ماتې وخوري

3 Min Read

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د پارلمان پخوانۍ غړې، فوزیه کوفي د بریتانیا د چتم هاوس څېړنیزې ادارې له لوري د ۲۰۲۶م کال کلنۍ جایزې د افغانستان ښځو ته ورکول د هغوی د زړورتیا، مقاومت او د خپلو حقونو لپاره د نه ستړې کېدونکې مبارزې د نړیوالې پېژندنې مهم ګام بللی دی.

کوفي د دې جایزې د ورکړې هرکلی کړی او د چتم هاوس له ادارې یې مننه کړې چې د افغان ښځو وضعیت، مبارزه او له محدودیتونو سره د هغوی مقاومت یې په نړیواله کچه منعکس کړی دی.

فوزیه کوفي د جایزې د ورکړې په مراسمو کې د نړیوالو ډیپلوماټانو پر چلند هم نیوکه کړې او ویلي یې دي: “طالبان به دا ځل د ښځو له خوا ماتې وخوري، خو پر هغو ډیپلوماټانو دې شرم وي چې زموږ کړاوونه نه ویني او پر ځای یې له هغوی سره د عکس اخیستلو له فرصت څخه خوښ دي.”

نوموړې ټینګار کړی چې د افغان ښځو د مبارزې نړیواله ستاینه کافي نه ده او نړیواله ټولنه باید له اعلامیو، څرګندونو او خواخوږۍ ورهاخوا د هغوی د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د کوفي په وینا، اوسمهال په ۲۱مه پېړۍ کې د نړۍ د سترګو پر وړاندې تر ۲۰ میلیونو ډېرې افغانې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو، زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او سیاسي مشارکت څخه محرومې شوې دي.

هغې دا هم ویلي چې افغان ښځې د یوې داسې ډلې له خوا له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي چې د ځینو لوېدیځو ډیپلوماټانو له خوا ورسره تعامل او ملاتړ شوی دی.

کوفي نیوکه کړې چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپونکو سیاستونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون کافي نه دی او په ځینو مواردو کې د دغو اقداماتو د عادي کولو هڅې کېږي.

د چتم هاوس د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶م کال دا جایزه د نومبر په ۹مه په لندن کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال د افغانستان ښځو ته ورکړل شوه.

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ ګول‌ساتونکې الهه صفدري دا جایزه د افغان ښځو په استازیتوب ترلاسه کړه. د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس مشرې، ترزا مې، نوموړې ته جایزه وسپارله.

په دې مراسمو کې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو، د ښځو د رسنیو استازو او مدني شخصیتونو هم ګډون درلود. د فوزیه کوفي ترڅنګ، د رخشانې رسنۍ بنسټ‌اېښې زهرا جویا، د بشري حقونو فعاله شهرزاد اکبر، بنفشه یعقوبي او اورزلا نعمت هم د افغان ښځو د وضعیت او د نړیوالې ټولنې د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې.

د یادونې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ