د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان قضیه باید د ملي خبرو اترو له لارې حل شي

2 Min Read

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د ملي خبرو اترو له لارې د افغانستان د قضیې د سوله‌ییز او سیاسي حل ملاتړ کوي.

سراج‌الدین مهرالدین دا څرګندونې پرون په مسکو کې د ټولیز امنیت په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان مسئلې ته دې خپل پام نه کموي.

هغه زیاته کړې، تاجیکستان باثباته او سوله‌ییز افغانستان د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو مهم شرط ګڼي.

د مهرالدین په وینا، د افغانستان ثبات په سیمه‌ییزه کچه د اقتصادي، ټرانسپورټي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هم اړین دی.

نوموړي همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نویو امنیتي ننګونو او ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره همغږي اقدامات وکړي.

تاجیکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره محدودې اړیکې لري او تر اوسه یې د دې ډلې هېڅ ډیپلومات نه دی منلی.

په دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د تېر جمهوري نظام د ډیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دی.

خو د طالبانو چارواکي وخت ناوخت تاجیکستان ته سفرونه کوي او له تاجیکستاني چارواکو سره لیدنې لري، چې دا اړیکې تر ډېره په ټیټه کچه ترسره کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ