مجتبی خامنه‌يي؛ د ایران په کړکېچن وضعیت کې د مذهبي مشر په توګه وټاکل شو

۵۶ کلن سید مجتبی خامنه‌ايي، د آیت‌الله علي خامنه‌ايي دویم زوی دی چې په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د ایران په مشهد ښار کې زیږېدلی دی.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په علوي ښوونځي کې کړې او په ۱۳۷۸ کال کې قم ته ولاړ څو خپلې دیني زده کړې د آیت‌اللهۍ تر درجې پورې وغځوي.

مجتبی خامنه‌ایي مخکې د ایران او عراق د جګړې په جبهاتو کې هم لنډمهاله حضور درلود او په څو پوځي عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده.

هغه همداراز په امنیتي ځواکونو، د سپاه پاسداران په لیکو او بسیج کې پراخ نفوذ لري او د خپل پلار، علي خامنه‌ايي، دفتر یې هم اداره کاوه.

د منځني ختیځ د انسټیټیوټ لوړپوړی څېړونکی، الکس واتانکا، د هغه په اړه وایي:

«هر څه چې د ایران له رهبرۍ پاتې دي، ډېر روښانه ډول ډانلډ ټرمپ ته یو لوی “نه” وایي. دوی د تسلیمېدو پر ځای هڅه کوي د ایران د نظام دننه خپله لاره ته دوام ورکړي. په اصل کې، د دوی پیغام ټرمپ ته دا دی چې د هغو فشارونو تر اغېز لاندې به رانشي چې هغه په تېرو اته یا نهو ورځو کې وارد کړي دي.»

وروسته له هغې چې د ایران دویم مذهبي مشر علي خامنه‌ايي د اسراییل او امریکا په بریدونو کې و وژل شو، د یوې اوونۍ وروسته د ایران د خبرګانو شورا د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره مجتبی خامنه‌ايي د ایران د درېیم مشر په توګه وټاکه.

د مجتبی خامنه‌ايي پلویان د دې ټاکنې په هرکلي سره وایي چې اوس ډاډه دي د حکومت لاره به د هغه په مشرتابه دوام وکړي.

د تهران یو اوسېدونکی وایي: «له یوې اوونۍ انتظار او د آیت‌الله خامنه‌ای د مړینې له ټکان وروسته ډېر خوښ یو چې نوی مشر وټاکل شو. اوس ډاډه یو چې د حکومت لاره به د هغه په مشرتابه دوام وکړي.»

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، هم د آیت‌الله مجتبی خامنه‌يي ټاکنه د ایران د نوي مذهبي مشر په توګه مبارکه بللې او دا یې د ایران ولس د عزت او ځواک د نوې دورې پیل یاد کړی دی.

خو له بلې خوا د امریکا ولسمشر دانلډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې که د ایران راتلونکی مشر د سپینې ماڼۍ تایید ترلاسه نه کړي، نو دوام به ونه کړي. هغه اوس د مجتبی خامنه‌ای د ټاکنې په غبرګون کې ویلي: «وګورو چې څه پېښېږي.»

د مجتبی خامنه‌ايي واک ته رسېدل په داسې حال کې دي چې د ایران او امریکا او همدارنګه له اسراییل سره سختې نښتې دوام لري.

له دې ټاکنې سره د ایران د حکومت کیسه نوې مرحلې ته ننوتې ده؛ داسې مرحله چې پکې د ایران تر ټولو ځوان مشر، چې په امنیتي بنسټونو او سوداګریزو شبکو کې پراخ نفوذ لري، په داسې حال کې د دې نظام راتلونکی ټاکي چې هېواد له بې‌سارې ننګونو او د جګړې له لوګي او دوړو سره مخ دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply