حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې خپلې ناکامې کړنلارې پرېږدي

Hamid Karzai

د هېواد پخوانی ولسمشر وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره د منطقي، معقول او متمدنو اړیکو په ټینګولو کې لېوالتیا نه لري او یو کمزوری افغانستان غواړي؛ خو دا د سیمې په ګټه نه ده.

حامد کرزي له سکای نیوز سره په خبرو کې زیاته کړې چې د پاکستان حکومت او پوځ د بې‌ثباتۍ او کمزورۍ پر رامنځته کولو تکیه کوي او افغانستان ته د یوه مهم هېواد په توګه لازم پام نه کوي.

هغه په دغه مرکه کې ویلي، مهمه نه ده چې په افغانستان کې څوک په واک کې وي، باور دا دی چې پاکستاني چارواکي به تل ورسره ستونزه ولري.

ښاغلي کرزي همداراز ویلي چې اسلام‌اباد اوس د خپلو پالیسیو له پایلو ځورېږي.

هغه په دې اړه وویل: «پاکستان اوس د خپلو پالیسیو له پایلو، یانې د افراطیت او توندلارۍ له دودولو او کارونې د افغانستان د کمزوري کولو او د خپلو غوښتنو د تحمیل لپاره، کړېږي. موږ پاکستان ته د خیر هیله لرو؛ غواړو دا هېواد باثباته، ارام او بریالی وي. خو هغوی باید په افغانستان کې دا ډول ناسمو کارونو ته دوام ورنه کړي او بیا افغانستان ملامت نه کړي

د هېواد پخواني ولسمشر همداراز د پاکستان له حکومته غوښتي چې هغه لارې چارې چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې پایله نه ده ورکړې، پرېږدي او له افغانستان سره دوستانه اړیکې پیل کړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: «زما سپارښتنه د پاکستان مشرتابه ته دا ده: مهرباني وکړئ له افغانستان سره په متمدن ډول چلند وکړئ. هغه لارې چارې چې په تېرو څلورو لسیزو کې ګټورې نه وې، پرېږدئ؛ دا لارې به په راتلونکې کې هم ګټورې نه وي. راځئ چې نوې او متمدنې اړیکې پیل کړو. همدا هغه څه دي چې پاکستان یې باید ترسره کړي او دا زموږ سپارښتنه ده او موږ به یې وړاندې کولو ته دوام ورکړو

هغه کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان د پوځي رژیم هوايي برید ته په اشارې وویل، نور دا د منلو وړ نه ده چې یو هېواد راشي او خپل ګاونډی بمبار کړي او ملکي وګړي په دې ډول و وژني.

ښاغلي کرزي د پاکستان د حکومت او پوځ هغه ادعا ته په غبرګون کې چې ګواکې په وروستیو بریدونو کې پوځي تاسیسات په نښه شوي، و ویل هغوی نه شي کولی دا رد کړي چې ملکي وګړي هم په نښه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې شپې په بریدونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په کابل کې پر یوه روغتیايي مرکز برید کې له ۴۰۰ زیات ملکي وګړي شهیدان او له ۲۵۰ زیات نور ټپیان دي.

په پای کې، د افغانستان پخواني ولسمشر امریکا او ایران ته په یوه پیغام کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له روانې جګړې سخت اندېښمن دی او د ارامۍ او سولې غوښتنه کوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply