افغانه فعاله هوسۍ ظریف اندړ د فرانکفورټ ښاروالۍ شورا ته بریالۍ شوه. هغې په یوه ویډيويي پيغام کې ویلي، چې د ۵۳زره رایو په ترلاسه کولو یې د جرمني فرانفکورټ ښاروالۍ شورا ته لاره موندلې. هغې هیله ښودلې، چې له دې لارې به وکولای شې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.
هوسۍ ظریف اندړ زیاته کړې: «په افغانستان کې غمجن حالت دی خو زه تاسو ته ښه خبر لرم، هغه دا چې زه د ۵ زره رایو په ترلاسه کولو په ۱۴ نمبر د فرانکفورټ ښاروالۍ شورا ته بریالۍ شوې یمه». اغلې اندړ یوه افغانه فعاله ده، چې په فرانکفورټ کې د سیاست، ټولنیز عدالت، د کډوالو او بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي.