سمیع سادات: د ژغورنې او ازادۍ لپاره له جګړې پرته بله لاره پاتې نه‌ده

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستی لوړپوړی نظامي چارواکی او د متحدې جبهې مشر وايي٬ د هېواد د ژغورنې او ازادۍ لپاره له مبارزې او جګړې پرته بله لاره پاتې نه‌ده

جنرال سمیع سادات په خپل ایکس پاڼه وویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ولس له بې‌ساري ظلم او کړاوونو سره مخ دی.

هغه طالبانو د افغان نارینه‌وو، ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو ژوند تریخ او له محکومیت سره مخ کړی دی.

سادات زیاته کړې، داسې هېڅ ډول ظلم نه‌شته چې طالبانو دې پر افغان ولس نه وي تجربه کړی او په وینا یې، افغان ملت د دغې ډلې تر واک لاندې د له‌منځه تلو په حال کې دی.

د یادې جبهې مشر د افغانستان تاریخ او ویاړونو ته په اشارې سره ویلي، هغه ملت چې یو وخت یې تاریخ، ویاړ او عظمت درلود، اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په عصري غلامۍ کې راګیر شوی او نوموړي ټینګار کوي چې د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره د طالبانو پر وړاندې درېدل او هغوی ته ماتې ورکول یوازېنۍ لاره ده.

سادات ژمنه کړې، د طالبانو تر بشپړې ماتې او د یوه داسې افغانستان تر جوړېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې په هغه کې ټولو وګړو ته عدالت، مدني ازادۍ، امنیت او اقتصادي فرصتونه برابر وي.

هغه زیاته کړې، طالبان به مات شي او د افغانستان پخوانی ویاړ به بېرته راژوندی شي.

ورته مهال د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي، هېواد داسې نظام ته اړتیا لري چې په هغه کې هېڅ قوم، مذهب یا سیاسي جریان ځان د هېواد مالک ونه‌ګڼي، بلکې افغانستان باید د ټولو وګړو ګډ کور وي او په وینا یې، ټول خلک په مساوي ډول د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې رول ولري.

مسعود په یوه انلاین غونډه کې وویل، د افغانستان د ژغورنې لار د خلکو د ارادې او پرېکړې حق له بېرته ورکولو څخه پیلېږي او دا د ټولو قومونو، مذهبونو، سیاسي جریانونو او وګړو ګډه غوښتنه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت شما به ما کمک می‌کند تا به ارائه گزارش‌های دقیق و بی‌طرف ادامه دهیم و صدای کسانی را که اغلب نادیده گرفته می‌شوند، بلندتر کنیم.

این پست را شیر کنید
بدون دیدگاه

Leave a Reply